ړنـــــــــګ آشــــنــا . on Clubhouse

Updated: Mar 21, 2024
ړنـــــــــګ آشــــنــا . Clubhouse
1.7k Followers
780 Following
@rrang.bang3 Username

Bio

ژبنيز او توکميز چوپړيال!

د معقول دليل په وړاندي قانع انسان.

زندګي هم ډیره تعجبه نده ؟؟؟🤔🤔🤔
د یوی ورځی مرګ لپاره ټول عمر ژوند کوو😭😭

ګورئ!
د ژوند راز دادى
چې لۀ مرګه مخکي ومرئ،
پوه به شئ چې؛
اصلا د مرګ پۀ نوم څه نشته.


موږ ټول بايد لؤړ تدبر او تفکر ولرو ترڅو
لۀ لوړ تعقل څخه برخمن شو! که لۀ لؤړ تعقل څخه
برخمن شو نو انسان پۀ تدريج سره حکمت ته داخلېږي

د تفکر هدف؛ هیڅ کېدل.
د هیڅ کېدلو هدف؛ له تنه خپلواک کېدل.
له تنه د خپلواک کېدلو هدف؛ د ځان پېژندل.
د ځان پېژندلو هدف؛ د مخلوقاتو د پېژندل.
د مخلوقاتو د پېژندلو هدف؛ د خالق پېژندل.
د خالق پېژندل زموږ د ژؤند هدف دی.
د خالق د پېژندلو څخه زموږ موخه د هغه ج د کمال، قدرت، جمال........ پېژندل دي.!!!


توسيه! مه آندېښمن کېږئ!
زه هغې نړۍ ته بېرته ستنېږم
له کومې چې راغلى يم
ما ژؤره مطالعه کړې او دې حقيقت ته مې ځان رسولى چې زۀ لۀ بلې نړۍ راغلى يم
🙏🙏🙏🙏
تجربه... :کله چې بشپړ ذهن خالي کړم او ټکيتوب وکړم او د خپلو غوږونو پۀ ټنګا پسي کره او ژؤر څرک واخلم ما ،ماوراﺀ عالمونو ته بيايې🤔

توسيه.! د خپل ځان پۀ ارزښت او مکرمتيا پوهېدل د کامل انسان هدف ده. ناوړه شکونه، ناوړه فکرونه، ناوړه فعلونه بشپړ ترک کړئ
دا ټول زموږ د ذهن ناوړه برداشتونه دي دا هر څه زموږ د بدن او روح په زيان دي لوړ تدبر سره خپلوي پيل کړئ،په لوړ تفکر کې لوړ تعقل نغښتى ده چې ترې برخمن انسان يې په تدريج سره حکمت ته داخليږي.

انسانه غوږ شه!!!
که ليد او منطق دې پنځو حواسو منحصر کړى او تل بهر څاري نو تل به په الوېڅه(ايلوژن) کې يې او که خشوع(سکوت) شې خپل داخل زړونه څاري نو تل به د حقايقو رازونه درته سپړيږي.

ځانته..
زۀ باید سکوت وکړم تر هغه چې فکر ،خبرې، ذکر او نظر مې لۀ پند یا حکمته ډک شي
زه بايد سکوت وکړم ترڅو مې تن او روح په حواسو غالب شي
او په هر څه کې له اعتدال څخه برخمن شم افراط او تفريط مې د ساه تن او روح دواړو پۀ زيان دي
سکوت او ټکېتوب مې لوړو رازونو ته رسوي.

مقدسو احساساتو ته په سپک نظر کتل ستا په خرتوبي دلالت کوي

لوستنه وکړئ!!!!!!!!
سوچه، معتبري او له پند ډکې کرښئ ولولئ او اخځ ترې واخلئ ځکه
لوستل د ملتونو د پرمختګ او د خلکو د پایښت راز دی د خلقت اصلې راز، پټو اسرارو، پوهې او حقیقت ته مو رسوي .

څو بيتونه!!!!!
ياره ناکام ښۀ يم خو دغه رانه نه کېږي چې
سړى، سړى نۀ وي او زۀ به ورته صېب وايمه!

بيا به حسابي د عقيدو کوو
يؤ ځل ځان ثابت کړه چې انسان يمه

چې انسان دى په ما ګران دى
چې انسان دى محترم دى

يو ځل يې وګوره ايمان به راوړې
يوه سپيڅلې سېپاره ده زړه مې

هيڅ دوه مخيتوب په ځان کې نه وينم
خپلې ائينې پوري مې ونېسه

هـوښـيـار هـغـه دی چـې ځـان کـې خـرتـوب ويـنـي
خـر هـغـه دی چـې خـپـل ځـان ګـڼـي هـوښـيــار....!

#Afghanistan_My❤️♥️❤️

Last 10 Records

if the data has not been changed, no new rows will appear.

Day Followers Gain % Gain
March 21, 2024 1,703 +53 +3.3%
March 04, 2024 1,650 +53 +3.4%
February 11, 2024 1,597 +48 +3.1%
January 25, 2024 1,549 +48 +3.2%
January 08, 2024 1,501 +36 +2.5%
December 23, 2023 1,465 +79 +5.7%
December 08, 2023 1,386 +40 +3.0%
November 23, 2023 1,346 +43 +3.4%
November 11, 2023 1,303 +14 +1.1%
November 01, 2023 1,289 +4 +0.4%

Charts

Member of

More Clubhouse users