بل څه مې نه دردوي او نه مې ځوروي. بس دا مې ځوروي چې په دې وخت کې افغان کېدل ډېر سخت دي. ته هر څه کېدای شې، پښتون، تاجک، هزاره او نور… خو بس افغان کېدلای نشې. که وشوې نو اول دې خپل بیا دې نور پردي کوي.